سیاستخبرونهټولنهTOP

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوه موسسو سره د څه باندې۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل، د وري ۸مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د بشري مرستو د همغږۍ موسسې او د جاپان بېړنۍ موسسې ترمنځ د ۲ میلیونه ۶۰۰ زره ۳۴۱ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د دې هوکړه لیکونو له مخې، د بشري مرستو د همغږۍ موسسه د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر او لوګر ولایتونو په ۱۵ زره ۲۶۸ کورنیو باندې د نغدي مرستو د وېش او څو اړخیزه وېش د بهیر د مدیریت په لړ کې په ټولیزه توګه ۲ میلیونه ۱۶۴ زره ۴۷۵ ډالره وېشي او په میدان وردګو، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې یو زرو ۹۰۰ تنو سره په مرسته کې به پورتنۍ پیسې ولګوي.

دغه راز د جاپان بېړنۍ موسسه په ننګرهار ولایت کې پر یو زرو ۵۴۲ کورنیو د ۴۳۵ زره ۸۶۶ ډالرو په ارزښت د ۹ ډوله خوراکي توکو کڅوړې وېشي.

دا هوکړه لیکونه د وزارت د مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د پورته دوو موسسو د استازو له خوا لاسليک شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته