کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ او د حاجي محمد عمر زاخېل په مالي ملاتړ له ۱۴ ولايتونو څخه د ۳۵۰ چاپندازانو په ګډون د وزلوبې دوه ورځنۍ سيالۍ پیل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې د مېدان حکم له لوري يو آخرلاق وټاکل شو، چې غفور پهلوان تر ټاکلې دايرې ورساوه او د نغدي ډاليو گټونکی شو.
د يادونې وړ ده، چې د نادر شاه زاخېل له خوا د دې سیالیو ګټونکي ته يو اوښ د انعام په توګه ورکول کېږي.