ټولنه

د کابل او مزار شریف د خونړۍ عاشورا د عظیم الشانو شهیدانو د لمانځلو د سترې مـلي غونډې پریکـړه لیـک

د کابل مسلمانو او میړنیو خلکو، نن د ۱۳۹۰ لمریز کال د لیندۍ په ۱۸مه، په خپل پراخ ګډون سره د شهیدانو د درناوي  په غونډه کې د شهیدانو د سالار حضرت حسین ابن علي(ع) او د کابل او مزارشریف د خونړۍ عاشورا د شهیدانو له سترو آرمانونو سره خپل تړون نوی او ټینګ کړ.

په دې  غونډه کې چې د هېواد ستر روحاني شخصیت حضرت صبغت الله مجددي، دافغانستان دعالمانو شورا او د سیاسي ګوندونو غړو، د کابل د لویدیځې سیمې د جوماتونو ملا امامانو، دګذر وکیلانو، سیاسي، علمي، فرهنګي شخصیتونو او د هېواد د بیلابیلو قشرونو په زرګونو تنو ګډون کړی و، د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې د څرګندولو په ترڅ کې یې دغه مواد د دغې سترې غونډې د پریکړه لیک په توګه تصویب کړل:

۱ـ د کابل ستره ملي غونډه  په ملي یووالي باندې ټینګار کوي او په دې باندې باوري ده  چې د کابل او مزار شریف د عاشورا غم لړلي بریدونه چې ، د ماشومانو، ښځو او نارینه وو په شمول د لسګونو تنو ملکي بې دفاع وګړو د ویرجنو کسانو د شهادت او د سلګونو تنو نورو د ټپي کیدو سبب شول ، د اسلام او زموږ د ګران هېواد د دښمنانو یوه توطیه وه چې د اسلامي مذهبونو په پیروانو او په افغانستان کې په وروڼو قومونو پورې هیڅ تړاو، نه لري.

۲ـ موږ سربیره پردې چې دغه ناځوان مردانه، د اسلامیت او انسانيت پرخلاف ناروا بریدونه، په کلکه غندو، د افغانستان له ګران ملت څخه غواړو چې د هېواد د دښمنانو د توطیو پر وړاندې هوښیار واوسي او خپل پيوستون وساتي.

۳ـ موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت له حکومت څخه غواړو چې د عاشورا فاجعې رامنځته کوونکي بریدونه په هر اړخیزه توګه وڅیړي، د هغو اصلي عاملین دې معلوم او محاکمه کړي.

۴ـ له هغه ځایه چې  د دغې فاجعې د رامنځته کولو مسوولیت جنګهوي لښکر په خپله غاړه اخیستی دی، نو دا ایجابوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان له حکومت سره اړیکه ونیسي او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې دغه قضیه تعقیب او وڅیړي.

۵ـ  دې ته په پاملرنې سره چې جنګهوي لښکر د دغې پیښې د رامنځته کیدو مسوولیت په غاړه اخیستی دی او د پاکستان د اتباعو یوه برخه جوړوي، دغه عمل د یو ګاونډی هېواد د ملي امنیت پرخلاف د بل یوه هېواد لخوا  ترسره کیږي چې پر نړیوال امنیت باندې اغیز کوي، له دې امله دملګرو ملتونو له سازمان څخه هیله کوو چې د جنګوي تروریستي ډله او په پاکستان کې تروریستي کړۍ  د نړیوالې محکمې لخوا تر قضایي تعقیب لاندې ونیول شي او پر پاکستان باندې فشار راوړل شي چې تروریستي ډلګۍ ړنګې او د هغوی مشران د قانون منګولو ته وسپاري.

۶ـ دغه ستره ملي غونډه له ټولو نړیوالو او کورنیو ټولنو، علمي، دیني، سیاسي، فرهنګي او مدنې ټولنو څخه چې دغه غم لړلي بریدونه یې غندلي او د افغانستان د ګران ملت د شهیدانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده، مننه کوي او د هېواد له ډله ایزو رسنیو څخه چې د دغې پیښې په اړه یې پر خپل وخت، خپرونې کړي دي، قدرداني کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته