ټولنه

په غورکې د راى ورکولو بهير په ځنډ سره پيل شو

کابل /دتلې ٦مه /باختر
په غورکې د جمهوري رياست  انتخاباتو بهير له ټاکلي وخت څخه له ساعت ځنډ وروسته پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه بهير د غور والي د چغچران ښار په سلطان علاوالدين ليسه کې صندوق ته د لومړۍ رايې په اچولو سره پيل کړ.
د غور والي غلام ناصر خاضع له خلکو څخه وغوښتل چې له ويرې او ډار پرته د راى ورکولو مرکزونو ته لاړشي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه وکاروي چې له سولې بهيرسره نږدې شي.
سرچينې وويل چې په غورکې د راى ورکولو له  ١١٦ مرکزونو څخه ٦٥ مرکزونه تړلي دي.
د غور د انتخاباتوکمېسيون رييس فضل الله جلالي وويل چې د تيورې، چهارسدې، پساوند، شهرک، تولک، دولاينه او ساغر په ګډون په اوو لويديځو ولسواليوکې د رايې ورکولو مرکزونه د نا امنۍ په نسبت تړلي دي او په نورو مرکزونو کې هم د خلکو او ښځو شتون پيکه دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته