سیاستخبرونهاقتصادTOP

د څه باندې ۵۳ ميليونو ډالرو په ارزښت د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دويمې برخې جوړولو تړون لاسلیک شو

کابل، د وري ۹مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رئيس ملا بخت الرحمن شرافت او «ګاما ګروپ» شرکت مشر ضياالرحمن فراهي، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په حضور کې، نن
د څه باندې ۵۳ ميليونو ډالرو په ارزښت د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دويمې برخې جوړولو تړون لاسلیک کړل.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په کابل کې په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رئيس ملا بخت الرحمن شرافت، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ په اړه معلوماتو ورکړل او ويې ويل چې خواف – هرات، افغانستان له کاونډي هېواد ايران سره نښلوي.
ملا شرافت زياته کړه چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دويمې برخې جوړولو تړون ۵۳ ميليونه ۱۵۴ ډالر ارزښت لري چې د روسیې فدراتيف يې تخنيکي ملاتړ کوي.
د هغه په وينا، دغه مهمه پروژه چې ۴۷ کيلومتره اوږدوالی لري او افغانستان د سيمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره نښلوي؛ ټاکل شوې چارې يې تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړې شي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رئيس، خواف – هرات د نړۍ يوه حلقوي پروژه او د وصل نقطه وبلله او د سيمې او نړۍ له هېوادونو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د «ګاما ګروپ» شرکت مشر هم د خپل شرکت په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې هڅه به وکړي ياده پروژه په معياري ډول او ټاکلي وخت بشپړه کړي.
په همدې حال کې د هرات والي شیخ مولانا نور احمد اسلام‌جار، د ټرانسپورټ په برخه کې د اوسپنې پټلۍ پر اقتصادي او ټولنيز ارزښت خبرې وکړې او د هرات د خلکو په استازيتوب يې د يادې پروژې د پلي کېدو په لاره کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
هېره دې نه وي چې د ياد تړون له مخې به له رباط پريان څخه د سټېشن تر آخره پورې په دواړو غاړو کې شنه ساحه او سټېشن سره نږدې يو جومات جوړېږي چې په يوه وخت کې به د ۳۰۰ لمونځ کوونکو ظرفيت ولري.
دغه راز د يادې پروژې چارو په بشپړېدو او ګټې اخيستنې سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار کې هم د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته