کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
يو ځوان هلک نن په قندهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله خپلې دواړه پيښې له لاسه ورکړې .
دقندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل :
دغه ځوان هلک کله چې دپنجوايي ولسوالۍ په موشان کلي کې ماسپښين دلمانځه د اداکولو په مقصد جومات ته روان و د طالبانو له خوا په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې دواړه پيښې غوڅې شوې .
دغه ځوان ډير ژر دقندهار ملکي روغتون ته وليږدول شو او له هغه ځايه د ده دحالت دخرابوالي له امله په دغه ولايت کې دايساف روغتون ته وليږدول شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ