خبرونهنړۍ

د مسکو برید د پوتین تګلاره نه شي بدلولی

نړۍ، د وري ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

واشنګتن کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د مسکو برید به د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په تګلاره په ځانګړې توګه بهرنۍ پالیسي کې هېڅ بدلون را نه ولي.

نوموړي د لوېدیځ ترکیبي جګړې او ترهګریزو بریدونو ته په اشارې زیاته کړې، چې دغه بریدونه د دوی په اراده کې بدلون نه شي راوستلی او خپل کار ته به دوام ورکوي. 

انتونوف دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې ځینې هېوادونه او اشخاص هڅه کوي، ځینې نور هېوادونه په دغه برید کې ښکېل وبولي او د مسکو او نړۍ ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

دغه برید د تېرې جمعې په ماښام ترسره او تر ۲۰۰ زیات کسان په کې مړه او ټپیان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته