سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د مسجد الاقصی د ازادولو لپاره له مسلمانانو څخه د حماس غوښتنه؛ د اسلامي نړۍ ځواب به څه وي

تبصره
د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د فلسطین د حماس غورځنګ د نظامي څانګې یو لوړپوړي قومندان محمد الضیف پرون چهار شنبې په یو غږیز ثبت کړي پیغام کې د عربي هېوادونو او د ټولې نړۍ له مسلمانانو غوښتي، چې د فلسطین پر ملاتړ لاریونونو کې ګډون وکړي او د اقصی جومات په ازادۍ کې برخه واخلي.
نوموړي په ټینګار سره له مسلمانانو غوښتي، چې د مسجد الاقصی د ازادولو لپاره د دغه مسجد پر لور لاریونونه وکړي.
د حماس غورځنګ دغه چارواکي په داسې مهال د نړۍ له مسلمانانو د مرستې غوښتنه کړې، چې صهیونستي پوځ په غزه کې خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او حماس غورځنګ او نورې جهادي ډلې یې هم پر وړاندې مقاومت ته ښه په تدبیر سره دوام ورکوي.
که څه هم تر دا مهاله د اسلامي نړۍ هېوادونو یواځې په غندنو او وخت ناوخت د محدودو خوراکي او غیرې خوراکي کڅوړو په ور استولو بسنه کړې او هېڅ کوم هېواد هم تر اوسه د اسرایلو په مقابل کې د حماس غورځنګ او نورو فلسطیني جهادي ډلو ملاتړ نه دی کړی.
نړۍ کې شاوخوا دوه میلیارده مسلمانان ژوند کوي او د ځمکې پر مخ داسې اسلامي هېوادونه شته، چې اسرایل او د اسرایلو ملګري هېوادونه ورته اړتیا لري، لکه عربي نړۍ، چې پر تېلو او نفتو یې د امریکا او نورو هېوادونو پوځي جریان مخکې ځي او که عرب وغواړي له دې لارې کولی شي سیمه کې اسرایل او ملګري یې له پښو وغورځوي او ماتې ورکړي.
دغه راز اسرایل د اسلامي هېوادونو په منځ کې راګېر هېواد دی، نو که شاوخوا ګاونډیان یې وغواړي، له دغه رژیم سره سوداګري درولی شي او له خپلو هوایي حریمونو څخه د الوتنو لړۍ درولی شي، چې له دې سره به د اسرایلو د روانو ظلمونو مخه هم ونیول شي او دومره به کمزوری شي، چې بیت المقدس او مسجد الاقصی به په خپله پرېږدي.
نو د اسلامی نړۍ هېوادونو او ټوله کې مسلمانانو ته په کار ده، چې د فلسطین ملاتړ ته ورودانګي او په یو ښه تدبیر سره فلسطینیان د اسرایلو له ظلمونو څخه خلاص شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته