خبرونهټولنه

د (دوستان هندوکش) موسسې د پروان له روزنتون سره مرسته وکړه

کابل/ د وري٧ مه / باختر

د (دوستان هندوکش) موسسې د پروان روزنتون له ماشومانو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.

د پروان د کار او ټولنيزو چارو رييس قدرت الله ذاکر باخترآژانس ته وويل چې په دې مرسته کې اوړه، وريجې، غوړي، لوبيا، بوره او قرطاسيه شامل دي چې پر ۱۰۰ ماشومانو ووېشل شول.

هغه زياته کړه، چې د (دوستان هندوکش) موسسې د يتيمو او بې کوره ماشومانود تشويق په موخه د چاريکارو په ارغوان غونډۍ کې تفريحي پروګرام پيل کړى دى.

د یادې موسسې مرستيال حشمت الله دانشيار وويل چې دغه موسسه يوه خيريه موسسه ده چې زياتره د ښوونې، روزنې او ټولنيزو خدمتونو په برخو کې  د افغانانو لپاره کار کوي.

په خبره یې په دغه مرسته کې دوه ټنه اوړه، يو ټن وريجې، لس بوشکې غوړي، لوبيا، نخود، بوره او همدارنګه د قرطاسيې او د لوبو د وسايلو مرسته وکړه.

دانشيار وویل، يادې مرستې دوام لري او ټاکل شوې ده دغه مرستې په ټول هیواد کې پراخې شي.

په همدې حال کې د روزنتون یو شمېر ماشومانو له دې مرستو خوښي څرګنده کړه او    د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته