خبرونهسیاستTOP

د افغانستان لپاره د هند ځانګړی استازی له افغان سوداګرو سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پياوړتيا په اړه غږېدلی دی

کابل، د کب ۱۸مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د هند جمهوریت ځانګړي استازي جي پي سنګ د افغانستان د ګڼ شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې افغان سوداګرو په دغه کتنه کې د هندوستان او افغانستان تر منځ دوه اړخیزه سوداګري د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختیا لپاره ارزښتمنه بللې او له هندي لوري څخه یې د دوه اړخیزې سوداګري د ودې او پراختیا او پر وړاندې یې د شته ستونزو د لرې کولو او افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو را منځته کولو غوښتنه کړې ده.
د سرچينې د مالوماتو له مخې د هند ځانګړي استازي په دغه کتنه کې افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزو ته به يې جدي توجه کوي او د شته ستونزو د لرې کولو او په ویزو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې به وکړي.
سنګ همدارنګه په دوه اړخیزه سوداګري کې د صادراتو ‏او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار کړی او ويلي يې دي، چې هندوستان غواړي؛ د چابهار بندر له لارې سوداګري او تجارت ته وده ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته