ټولنه

په روزګان کې لسګونو ځوانانو ته د عامه پوهاوی ورکشاپ جوړ شو

ترينکوټ باختر د لړم د میاشتې ۲۴ مه
په روزګان ولایت کې لسګونو ځوانانو ته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د عامه پوهاوي يو مياشتنی ورکشاپ جوړ شو.
د روزګان ولایت د اطلاعاتو او فرهګ رېیس نور محمد ابدالي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې په دغه يو مياشتني ورکشاپ کې به ځوانانو ته د هېواد د اساسي قانون تر څنګ په يو شمېر عدلي او قضايي مسايلو کې هم عامه پوهاوی ورکړل شي.
هغه زیاته کړه چې دغه راز به د ياد ورکشاپ په مټ سره ځوانان سولې او زده کړو ته هم وهڅول شي.
هغه وايي دا چې ځوانان د ټولنې د نورو قشرونو په پرتله د زیات کار کولو توان لري،نو که د هېواد ځوانان سره يو موټی شي،په اسانۍ سره به وکولای شو چې په هېواد کې د روانو بدبختيو لمن ورټوله کړو.
په ورته وخت کې بيا ځوانانو ورته ورکشاپونه ګټور وبلل او ژمنه يې وکړه چې د هېواد په ابادۍ کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته