فرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او ځوانانو چارو معينانو د احمدظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

کابل / د غبرګولي ۲۳ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین شیوای شرق، د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین ادريس الکوزي او د دغه وزارت يو شمېر رییسانو نن د احمد ظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغه روح ته يې دعا وکړه.
د نشراتو معین شیوای شرق له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې د احمد ظاهر او استاد محمد حسین سرآهنګ په څېر هستۍ به بیا په تاریخ کې تکرار نه شي.
هغه احمد ظاهر د سیمې په کچه بې جوړې سندر غاړی وباله او زیاته یې کړه چې احمد ظاهر د افغانستان په هنر کې یوه نه هېرېدونکې هستي ده.
د احمد ظاهر له مړینې ۴۲ کلونه تېرېږي، خو لا هم په هېواد دننه او بهر کې د دغه خوږ ژبې سندر غاړي لسګونه مینه وال د ده سندرې اوري.
احمد ظاهر د پروان د سالنګ ولسوالۍ په چیراق سیمه کې په یوې ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ که څه هم ځيني د ده د مړينې په اړه جلا روايت وړاندې کوي. له دغه محبوب سندر غاړي لسګونو سندرې پاتې دي چې په خپلو سندرو کې یې د حافظ، سعدي، رهي معيري، خليل الله خليلي ، استاد احمد ضيا قاري زاده ، فروغ فرخزاد او یو شمېر نورو سترو شاعرانو له شعرونو څخه استفاده کوله.
د هېواد خوږ ژبی سندر غاړی احمد ظاهر په ۱۳۲۵ کال کې زېږېدلی او په ۱۳۵۸ کې د ۳۳ کلونو په عمر مړ شوی او په شهدای صالحین کې خاورو ته سپارل شوی دی.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته