کابل، د مرغومې ۲مه، باختر
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولین وايي چې دغې ادارې په تېره میاشت کې د هېواد د بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې د ۲ زره او ۵۸۶ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
یادې ادارې چې ثبت شوې شمېرې ښيي چې د روان کال په لېندۍ میاشت کې د ۲۴ ښځینه وو په ګډون ۱۳۱۴ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۷ ښځینه وو په ګډون بیا ۱۲۷۲ بهرني وګړي له هېواده بهر شوي دي.
هېره دې نه وي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د نورو فعالیتونو ترڅنګ د بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسؤولیت هم په غاړه لري.