خبرونهامنیت

ديارلس تنه  د جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول.

 کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر

د تخار پوليسو  په تېرو ٢٤ ساعتوکې  ١٣ تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تور له تالقانوښار څخه ونيول.

د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق ارين باختراژانس ته وويل  دغه کسان د وژنې، غلا، د نشه يي توکو د پلورنې او قاچاقو، درغلۍ او فريبکارۍ او د عامه نظم د ګډوډولو په اړوند د تالقانو له ښار  څخه ونيول.

له دغوکسانو څخه هيرويين ، اپين، چرس، شيشه او جرمي وسايل هم ترلاسه شوي دي.

ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته