ورزش

دهيواد دفوتبال ملي ټيم دخلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو

٤٠ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢١ :

 دهيواد دفوتبال ملي ټيم داسيا دجنوب   دهيوادونو دفوتبال د جام داتلوالي  دنيابت دمقام په ترلاسه کولو سره  نن  هيواد ته راستون شو

دهيواد فوتبال ملي ټيم تيره شپه  دهندوستان  له ورزشکارانو سره لوبه وکړه  چې  دميدان دداخلي حکم  دناسم قضاوت په نتيجه کې  دهند ټيم  دصفر په مقابل کې په څلوروسره داتلوالي مقام ته ورسيد اودافغانستان ملي ټيم  داسياد جنوب دهيوادونو دجام  داتلوالي دنايب  مقام وګاټه .

 دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې   يو زيات شمير خلکو او دهيواد دفوتبال دملي ټيم مينه والو  چې  دهغوى دهرکلي لپاره  دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې گډون کړي و دفوتبال ملي ټيم دراتګ هرکلي وکړ   .

په هغو مراسمو کې چې له  همدي امله پرځاى شوي و دپوهنې وزير  فاروق وردګ چې په خپله  يې  دلوبې ننداره کړې وه خبري وکړي  او ويي ويل چې په حقيقت کې برياليتوب دافغانستان دفوتبال ټيم په برخه و  او دميدان  دداخلي حکم له خوا سرغړونه وشوه   چې خپله بې طرفه يې ونه شواى ساتلي.

ده زياته کړه  چې  دغه  سرغړونه داسيا دجنوب دهيوادونو دفوتبال په تاريخ کې يوه بې ساري سرغړونه وه چې هيڅکله به هيره نه شي .

په همدي حال کې  داولمپيک دملي کميټې رييس محمد ظاهر اغبر خبري وکړي او ويې ويل  چې دفوتبال دملي ټيم  دهرکلي په خاطر دکابل په نړيوال هوايي ډگر کې دهيواد دبيلابيلو قشرونو تود شتون دملي يووالې ښکارندوى دى  او ورزش  دبيلابيلو قشرونو ترمنځ دملي يووالې دټينګښت يوه لاره ده  .

اغبر په دې ترڅ کې چې دهيواد دفوتبال دملي ټيم دبرياليتوب  له امله دهيواد ټولو خلکو ته مبارکي وويله زياته يې کړه   هغه سرغړونه  چې  زموږ دهيواد ملي ټيم  پرخلاف دډگر دحکم له خوا وشو موږ خپل شکايت  اړوندو مراجعو ته  وړاندې کړ او دموضوع دڅيړنې غوښتنه  کوو.

په همدي  حال کې  دهيواد دفوتبال د ملي ټيم سرښوونکي يوسف  کارګر په دې ترڅ کې  چې دفوتبال دملي ټيم  ستونزي اومحدوديتونه  بيان کړل  داتلوالې  نيابت دبرياليتوب له امله  يې د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وويله  او زياته يې کړه هغه پيښه  چې دلوبې په بهيرکې رامنځته شوه په قصدي ډول له پخوا څخه طرحه شوې وه لکه څنګه چې زموږ ټيم په لوړې روحيې سره دډګر مشرتوب په لاس کې  درلودي نه  غوښتل  چې زموږ ټيم اتوالي  ته ورسيږي  او داسې عمل يې ترسره کړ  چې هيڅکله  دبخښنې وړ نه دى.

 دهيواد دفوتبال ملي ټيم داسيايي  هيوادونو دسياليو په دې پړاو کې  له هندسره په خپله  لومړي لوبه کې ديوې په مقابل کې  په يوې سره برابره پاى ته ورسوله  او په همدي ترتيب دويمه لوبه له سريلانکا  سره وه چې ويې کړاى شول  خپل ځواکمن سيال ديوې په مقابل کې په دريو سره ،  دريمه لوبه  دبوتان له ملي ټيم سره وه چې ديوې په مقابل کې په اتو سره  دافغانستان په ګټه پاى ته ورسيده او دشنبې په ماښام له نيپال سره لوبه وکړه چې لوبه  دصفر په مقابل کې په يوې سره  دافغانستان په ګټه پاى ته ورسيده او دسياليو فاينل ته ورسيد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته