امنیت

دناټو لوژستيکي لاري او دتيلو ټانکرونه بيرته دپاکستان کراچي ښار گرځول کېږي

٢١ – کويټه دي نيوز انترنشنل دليندي دمياشتې ٢١ :

دبلوچستانن ايالت اعلي وزير نواب محمد اسلم  رايساني  پرون لارښوونه وکړه چې دناټو  په تدارکاتي مالونو بار لاري دي بيرته دکراچي بندري ښار ته وگرځول شي .

 دناتو دتدارکاتو دبندولو تصميم دپاکستاني ځواکونو په پوستي دناټو ځواکونو له بريد وروسته چې څلور ويشت تنه پاکستاني عسکر پکې ووژل شول  نيول شوي دي  .

دبلوچستان  ايالت اعلي وزير ته نږدي خبرځايونو دپاکستان  اسوشتدپرس ته ويلي دي دناتو اکمالاتي موټرو ستنولو لارښوونه  دناټو په لاريو  اوټانکرونو په بريدونو دوزير له خپريدو وروسته چې دتيري پنجشنبې په ورځ  او پرون رامنځته شو او درې څلويښت ليږدونکې واسطي پکې سوځول شوي  دي.

دپاکستان دحکومت مامورينو داوولسو ورځو په بهيرکې  دناتوپه سلگونو ليږدونکې واسطي  دکراچي  او چمن ښارونو په بيلابيلو سيمو اودکويټې ، يعقوب اباد په لاره کې درولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته