کابل باختردليندي دمياشتې ٢٤ :
دافغان او ايتلاف ځواکونو پرون دهيواد په ځينوولايتونو کې د عملياتوپه بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل او دوه ويشت تنه نوريې ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ
دغه عمليات دبدخشان ، کندهار ، هلمند ، نيمروز اوخوست دولايتونو مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دطالبانو دډلې درې تنه غړي ووژل شول او دوه ويشت تنه نوريې ونيول شول .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې په دغو عملياتو کې ديارلس ميله کلاشينکوفونه ، درې پيکا ، دوه مخابري ، دپيکا لس صندوقه ګولۍ ، لس توغندي ، شپږميله ډول ډول وسلې ، شپږديرش کېلوګرامه چاوديدونکې توکې او يوموټرسايکل دافغان امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
دغه راز ملي پوليسو پرون پنځلس ماينونه ، دپيکا، داشکې او زيکويو درې صندوقه گولۍ چې دوسله والو مخالفينو له خوا دورانکارو او تروريستي عملونو دترسره کولو په خاطردلوګر ، جوزجان او کندهار په ولايتون کې ځاى پرځاى شوي و کشف اوشنډکړل .