امنیت

حامدکرزي د غازي آباد ولسوالۍ د نیشه ګام پر جومات باندې تروریستي برید وغانده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د کنړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ د نیشه ګام پر جومات باندې هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې یو شمېر لمونځ کوونکي شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.

نن، شاوخوا یوه بجه او دیرش دقیقې د افغانستان د خلکو دښمنانو دکنړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ د نیشه ګام په جومات کې هغه مهال ځان مرګی تروریستي برید ترسره کړ چې د دغې ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسیدونکي د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته د جومات له انګړ څخه د را وتلو په حال کې و. د دغه برید له امله زموږ څلورتنه هېوادوال شهیدان او نهه تنه نور ټپیان شول چې د شهیدان په ډله کې د غازي آباد ولسوالۍ د امنې قوماندان سمونیار محمد اسماعیل هم شامل دی.

حامدکرزي دغه برید په کلکه وغانده، وې ویل: هغه کسان چې د ټولو اسلامي لارښـوونو او آرزښتونو پر خلاف په سپیڅلو ځایونو او جوماتونوکې د مسلمانانو او بې ګناه انسانانو په وژلو لاس پورې کوي، د اسلام دښمنان او هغه جنایتکاران دي چې هیڅکله به هم د لوی خدای له عذاب او د افغانستان د خلکو له کرکې او نفرت څخه خلاص نه شي .

جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته