خبرونهاقتصادټولنه

تېرکال د پنجشېر په کانونو کې شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه

کابل، د وري ۹مه، باختر

د پنجشېر د والي حافظ محمد اغا حکیم په مشرۍ د ( ښاري خبرو اترو) تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې وویل چې تېرکال د پنجشېر په کانونو کې شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

حافظ محمد اغا حکیم زیاته کړه، چې تېر کال دغه ولایت کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده شوې او په وینا یې د ۱۲ زره څخه تر ۱۵ زره ځوانانو ته د کانونو په برخه کې، لسګونو ځوانانو ته د ملکي ادارو، ۶۰۰ تنه نورو ته د اسلامي پوځ په لیکو کې او یو شمېر نورو ته د اسلامي پولیسو په لیکو کې د کار زمینه برابره شوې او ترڅنګ يې اوس د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړي حکم په امتیازي ډول تر ۲ زره ځوانان اسلامي پولیسو ته جذبېږي.

نوموړې وویل په ژمي کې یواځې د ژمنیو مرستو په توګه تر ۳۰۰ میلیونه افغانیو زیاتې نغدي مرستې وېشل شوې او د ۱۰ زره کورنیو سره د خوراکي توکو او د کور د سامان مرسته شوې او همدارنګه په ټول ولایت کې روغتیایي مرکزونه فعال دي او خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

د پنجشېر والي څرګنده کړه په تېر کال کې د امنیتي ځواکونو له لوري د سیمه ییزو ادارو په مرسته ۲زره کیلو ګرامه نشه يي توکي ضبط کړي او په پنجشېر کې یې کچه صفر ته رسېدلې ده.

حافظ محمد اغا حکیم وویل د پنجشېر ولايت د مستوفیت ادارې د ورکړل شوي حد څخه ۷۵ سلنه زیات عواید راټول کړي او له دې سربېره د کانونو له درکه ۳۶۳ زره ډالره عواید د بیت المال خزانې ته جمع شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته