سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

الهي نعمت؛ اسلامي امارت د اهل هنود افغانانو حقوق تامینوي

کابل، د کب ۲۰ مه، باختر

تبصره

اسلامي امارت د افغانستان په ابادۍ، د افغانانو ترمنځ د یوالي په رامنځته کولو، د انسانیت د حقونو په تامین او دلته د یو مقتدر نظام په رامنځته کولو په سې پښې لوڅې کړي او مشر او کشر یې لګیا دي تر څو دا وطن اباد کړي.

پرون د باختر یو مرکزي خبریال خبر ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت په پام کې لري، تر څو د اهل هنود افغانانو هغه ځمکې چې په تېر کې د زورواکو له لوري نیول شوې دي، بېرته راوګرځوي او خپلو مالکینو ته یې وسپاري.

که څه هم اهل هنود هېوادوالو د خپلو حقونو لپاره ډېرې عریضې وکړې خو تر اسلامي امارت وړاندې تېرو نظامونو یو هم د دغو عاجزو افغان لګکیو حق تامین نه کړ او زه باوري یم، چې اهل هنود افغانان به د اسلامي له دغې پرېکړې ښه پوره خوشحاله شوي وي او په واقعي ډول به یې د دې وطن د یوه غړي احساس کړی وي.

د اسلامي امارت دغه پرېکړه د ټولو افغانانو او دلته د ټولو مذهبونو د پیروانو ترمنځ د یوالي په ټینګېدو کې ګټوره تمامېدلی شي او دغه راز د هېواد د ټولو دښمنانو او دلته د بې اتفاقۍ اچوونکو دسیسې شنډولی شي.

کلونه کلونه کېږي، چې بهرني او داخلي دښمنان هڅه کوي، تر څو د افغانانو ترمنځ مذهبي، ژبني، قومي، نژادي او نور اختلافات رامنځته کړي، خو له دې نه دي خبر چې اوس مهال په افغانستان کې داسې یو نظام واک ته رسېدلی، چې د منافقینو او دښمنانو دغه خوبونه په اوبو لاهو کوي او اجازه نه ورکوي، چې افغانان او افغانستان په منځ بېل او توکړې توکړې کړي.

نو ویلی شم، چې اسلامي امارت د افغانستان، افغانانو، اسلامي نړۍ او ټولو مسلمانانو لپاره یو لوی الهي نعمت دی او موږ شکرګزاره یو چې اسلامي امارت لرو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته