کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر
د امنيتي او دفاعي بنسټونو عمومي وياند وايي چې په هېواد کې په تېرو درېو ورځو کې ١٣۶٩وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د امنيتي او دفاعي بنسټونو عمومي وياند برید جنرال اجمل عمر شينواري نن په کابل کې په يوه خبري غونده کې وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د تېرو درېو ورځو په بهير کې د ٢۵ ولايتونو په ناامنو سيمو کې ګډ او مستقل عمليات ترسره کړل چې په پایله کې د څو قومندانانو او مهمو کسانو په ګډون ١٣۶٩ وسله وال طالبان ووژل شول، ۶۰۵ يې ټپيان او ۴۹ نور یې ونيول شول.
شینواري زیاته کړه چې په یادو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ٧١ ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
جنرال شينواري پر دې په ټينګار سره چې د هېواد وسله والو ځواکونو په ستراتيژيک ډول پراخ عمليات ترسره کړي دي، زياته کړه چې د له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو په موخه عملياتي او چاڼيز پروګرامونه چمتو شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به خلک په تاکتيکي او اوپراتيفي کچه د برياليتوبونو شاهدان وي.
د امنيتي او دفاعي بنسټونو عمومي وياند د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په استازيتوب له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دښمن اقدامات به بې ځوابه پاتې نه شي.
ختم-ج – ا