کابل باختر دزمري دويمه :
په قندهارکې تير ماښام دملي پوليسو په ځواکونو دوسله والو طالبانو د ډزو له امله دوه تنه پوليسان او يوملکي وګړى ټپيان شول .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دقندهار ښار دخواجه بابا دساحې دپوليسو په پوستو ډزې وکړې چې له امله يې دوه تنه پوليسان او يوملکي وګړى ټپيان شول .
دپوليسو په متقابلو ډزو کې طالبانو ته دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ