خبرونهفرهنګTOPټولنه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين د يونيسف د ځوانانو برخې له مسوول سره وکتل 

کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د یونیسف موسسې د ځوانانو برخې له مسوول الشیخ ابراهیم سره په کتنه کې د ځوانانو پر ظرفیت لوړونې خبرې وکړې.

دغه راز په دې کتنه کې د ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره پر انګليسي ژبې، کمپيوټر او فریلانسينګ (آنلاین کاروبار) په ښوونځيو کې د آزادو مرکزونو د جوړولو په اړه بحثونه وشول.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد وویل چې په ښوونځيو کې د فرهنګي مرکزونو په جوړولو سره ځوانان روزل شوي، څو د زده کړو په بهير کې له فریلانسينګ څخه ګټه ترلاسه کړي او ډېر ژر به دغه پروسه په تدریجي ډول ولایتونو او ولسوالیو ته هم وغځول شي.

ورته مهال د یونیسف د ځوانانو مسوول الشیخ ابراهیم د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د فریلانسينګ (آزاد کاروبار) د مرکزونو په جوړولو او د دغو مرکزونو د تجهیز په برخه کې به ھر ډول همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته