خبرونهټولنه

د کونړ په سرکاڼو کې ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د ۳ شبکو د جوړولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي، چې یادې شبکې د (USAID) دفتر په مالي مرسته د سرکاڼو ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې د ۱۶۵ زره امريکايې ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ۳ شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

سرچینې همدارنګه زیاته کړې، چې په دغو شبکو کې د اوبو د  دریو زېرمو جوړول، د دریو ژورو څاګانو کیندل، د ۸۰ نل لیکو نښلول او د ۹ زره  مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.

د یادو شبکو په بشپړېدو سره د نوموړې ولسوالۍ ۱۰۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته