روغتیا

دبې سرحده ډاکترانو سازمان دکندز په روغتون دبريد په باب دمستقلو تحقيقاتو غوښتنه وکړه .

-کابل باختر د تلي شپاړلسمه :
دبې سرحده ډاکترانودسازمان لوى رييس او ددغه سازمان دافغانستان دبرخې  رييس نن په يوه خبري غونډه کې په کندز ولايت کې ددغه سازمان په روغتون دبريد په خاطر دحقيقت موندنې، دبشردوستانه نړيوال کميسيون  له خوا دهراړخيزو تحقيقاتو غوښتنه وکړه .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې، په دې خبري غونډه کې دغو رييسانو  دحقيقت موندنې له بشر دوستانه نړيوال کميسيون څخه وغوښتل  چې په کندز ولايت کې ددغه سازمان په روغتون  دبريد په اړوند حقيقتونه په ډاګه کړي .
دوى  څرګنده کړه دهغو پرله پسې  بريدونوله امله چې دتلې دمياشتې په يوولسمه نيټه دبې سرحده ډاکترانو دسازمان دروغتون  په ودانۍ ترسره شول او دجراحي په مرکز ، دجدي څارنو په څانګې  په عاجل  خونه او دفزيوتراپي  په څانګه دقيق بريد وشو .
دوى زياته کړه  په داسې حال کې چې دروغتون شاوخوا ودانۍ په بشپړه  توګه روغې پاتې وې او ددغو هوايي بريدونو په نتيجه کې دلسو تنو ناروغانو په ګډون دوه ويشت  تنه ووژل شول او ددغه سازمان دنولسو تنو کارکوونکو په ګډون اووه ديرش تنه نور ټپيان شول .
دبې سرحده ډاکترانو دسازمان دغو رييسانو زياته کړه دغه  بمبارۍ  په داسې حال کې وشوې چې دبې سرحده ډاکترانو سازمان دبريد دمخنيوي په مقصد دجراحي دروغتون موقعيت دائتلاف مقاماتو، افغان ځواکونو اوملکي مقاماتو ته پخوا وړاندې کړې  وو .
دوى څرګنده کړه چې په کندز ولايت کې دبې سرحده ډاکترانو دسازمان روغتون دومره ويجاړ شوى دى چې نوردګټې  اخستنې وړ نه دى چې داپه خپله  دزرګونو تنو انسانانو لاسرسۍ  چې دطبي عاجلو مرستو ته اړتيا لري  له منځه وړي دي .
دبې سرحده ډاکترانو دسازمان لوى ر ييس  او ددغه سازمان  دافغانستان دبرخې رييس وويل چې ددغه سازمان ډاکتران په خپلو ټولو پروژوکې خلک  دهغوى داړتيا له مخې تداوي کوي  نه دمليت ، مذهبي عقيدو يا دسياسي تړلتيا له مخې او دغه سازمان   يو نړيوال روغتيايي سازمان دى چې په ١٩٨ ميلادي کال کې يې په افغانستان کې خپل فعاليتونه پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته