امنیت

په لوګر کې دخلکو او پوليسو ترمنځ په همکارۍ باندې ټينګار وشو

کابل باختر د مرغومي پنځمه :
درفاه  خيريه موسسې پرون  په لوګر کې  دخلکو او پوليسو ترمنځ  دهمکارى  دتامينولو په لاره کې  يو پروګرام جوړ کړ .
درفاه دخيريه موسسې مسوول  سبحان الله  اشکار ددغه پروګرام دپرانستلو په غونډه کې دباختراژانس  خبريال ته وويل  ددغې موسسې په مرسته  دسيمه ئيزو مشرانو ،  خبريالانو ، ځوانانو او دمدني ټولنې  او پوليسو  داستازو په ګډون  پنځه کسيزې  ډلې جوړې شوي دي  او دغه ډلې  دلوګر ولايت په مرکز او لرې پرتو سيمو کې خلک  په دې  پوهوي  چې داړتيا په صورت کې دې  د ١١٩ لمبر تيلفون له لارې  له پوليسو سره  اړيکې ونيسي . او دامنيت دتامينولو په لاره کې دې  خپل رول ولوبوي .
  په دې غونډه کې دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دوګړنيو پوليسو  دمديريت مرستيال  څارمن  محمد علم  دغه پروګرام  دخلکو او پوليسو ترمنځ   داړيکو په تامينولو کې  ګټور او ارزښتناک ګام وباله  او ويې ويل  چې داکار کولى شي  په ناامنو سيمو کې  امنيت تامين کړي .
  په دې غونډه کې ددغه ولايت يوشمير قومي مشرانو هم  له دغه پروګرام سره  خپل  ملاتړ اعلام کړ .
  ديادونې وړ ده چې  تراوسه پورې  دلوګر ولايت په ګډون   دهېواد په شلو ولايتونو  او دوه سوه ولسواليو کې ددغې موسسې له خوا  دغه پروګرام پرانستل شوې دى  چې له پوليسو سره دخلکو دهمکارى او دعامه پوهاوي په برخه کې  فعاليت کوي .   ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته