امنیت

دملي امنيت دعمومي رياست موظفينو يوولس تنه دځانمرګو او چاوديدونکو فعاليتونو دسازمان ورکولو په تور په قندهارکې ونيول

کابل باختر  دغبرګولي  دريمه :
دملي امنيت دعمومي رياست  موظفينو يوولس تنه دځانمرګو  او چاوديدونکو فعاليتونو دسازمان ورکولو په تور په  قندهارکې ونيول
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دځانمرګو بريدونو او چاودنو يوولس تنه سازمان ورکوونکي چې په قندهار ښار کې فعاليت کاوه له يو ځانمرګي واسکټ ،درې پيکا ، دريو کلاشينکوفونو ، دوو تومانچو ، پنځوس کيلوګرامه امونيم کلورايدډوله چاوديدونکو توکو ، ريموت کنترول له شلو تختونو او له دريو موټرسايکلونو سره  دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو د ځانګړو عملياتو په بهير کې  چې دخلکو په نږدې همکارۍ سره دقندهار ښار دنهمې ناحيې په مربوطاتو کې ترسره شول ونيول شول .
نيول شويوکسانو دابتدايي  تحقيقاتو په بهير کې  په خپل جرم اعتراف کړي دي او ويلي يې دي چې  دپاکستان کويټې اوچمن ښارونو کې يې پوځي او دځانمرګو بريدونو زده کړې کړي دي
  دغوکسانو پلان درلود چې په قندهار ښار کې دجمهوري رياست دنوماندانو دانتخاباتي  کمپاين په بهير کې ځانمرګي او تروريستي بريدونو ته سازمان ورکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته