امنیت

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

دقندهار ښار/ باختر دکب دمياشتې ١٧مه نيټه:
اته تنه وسله وال طالبان په  قندهار ولايت کې  د يو لړځانګړوعملياتو په  بهير کې ووژل شول .
دغه عمليات تيره شپه په غورک  ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په  سنګرونو دپوځيانو له خوا ترسره شول .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛  دافغان پوځيانو په دغو ځانګړو عملياتو کې اته تنه وسله وال  طالبان ووژل شول.
په دغو عملياتو کې  دوسله والو طالبانو دوه سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو سره له منځه وړل شوي دي.
دغه قوماندان وايي وسله وال طالبان کله چې ديولړ ډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو ، پري بريدونه وشول.
ديوبل خبرله مخې ؛ په قندهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورانونن سهارشپږ ښخ کړاى شوي ماينونه له ګڼ ميشتو لاروڅخه کشف اوشنډکړل .
تراوسه پورې هيڅ ډلې ددغوناکاموماين دښخولو مسووليت په غاړه نه دى اخيستى   خو سيمه ييز خبرځايونه وسله وال طالبان د دغو ماينونو دښخولوعامل بولي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته