امنیت

اووه تنه طالبان دسولې له بهيرسره يوځاى شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٧  :
دملا امرالله په سرګروپۍ  اووه تنه   طالبان پرون په سرپل ولايت کې   له خپلو وسلو سره دسولې له بهيرسره يوځاى شول .
دسرپل والي  محمدظاهر وحدت دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغو کسانو  پخوا دسرپل ولايت په مرکز پورې اړوند د شيرميانو دسيمې  په برقوت کلي کې  ددولت پرضد په ورانکارو فعاليتونو بوخت و.
يوه اړونده خبرځاى وويل : دغه کسان   له يوه   آر   پي جې  _ ٧  توغندي ، يوې پيکا ، پنځو کلاشينکوفونو او دپنځو موټرسايکلونوسره  له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى شول.
ددوى سرګروپ ملا امرالله  وايي چې له دې وروسته دخلکو او دولت ترڅنګ دريږو اودغيرمسوولو وسله والو طالبانو پرضد مبارزه کوو .
ده له دولت څخه  وغوښتل چې په دې لاره کې دې  ددوى ملاتړ وکړي.
تيره اوونۍ هم  يوه لس کسيزه ډله طالبان  ددغه  ولايت په مرکز پورې اړوند په 
قشقري کلي کې له خپلو وسلو سره دسولې له بهيرسره يوځاى شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته