امنیت

شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل –باختر دسلواغې دريمه :
شپاړلس تنه وسله وال طالبان په خوست ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او ٢٦ تنه نوريې ټپيان شول .
دخوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى باختر آژانس ته وويل : دغه جګړه پرون د ځاځى ميدان ولسوالۍ په پلوڅانو کلې کې د طالبانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ ونښته .
دده څرګندونو له مخې: دغه کلې دکرمې ايجنسي قبايلي سيمې ته څېرمه موقعيت لري او دغه وسله وال کسان له پولې له خوا څخه راغلي دي .
ده زياته کړه: لومړۍ ددغو کليو خلکو د وسله والو کسانو د بريد په مقابل کې مقاومت وکړ او له هغوى سره يې جکړه پيل کړه او وورسته ملي او سرحدي پوليسو هم د هغوى مرستې ته ور ودانګل او دغې نښتې د مازيګر ترپنځوبجو پورې دوام وکړ.
باقي زوى وويل: د دغې نښتې له امله ١٦ تنه طالبان ووژل شول او ٢٦ تنه نوريې ټپيان شول.
د ده دڅرګندونو له مخې: مړي د پيښې په سيمه کې باقي دي، خو افغان ځواکونو او د سيمې خلکوته زيان نه دي اوښتې.
باقي زوى زياته کړه: د بلوڅانو په کلې دڅه ناڅه پنځه سوه تنو وسله والو طالبانو له خوا بريد وشو او هغوى غوښتل لومړۍ په کليو کې ځاى پرحاى شي او وروسته په امنيتي پوستو بريدونه وکړي.
د ځاځى ميدان ولسوالۍ ددغه ولايت له نا امنو ولسواليو څخه بلل کيږي چې دپاکستان دکرمې ايجنسي له قبايلي سيمې په ګاوندکې موقعيت لري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته