سیاست

دهرات دولايتي شورا لپاره يوسلو اتيا تنونومونه ليکلي دي

کابلباخترد تلې  د مياشتې ١٦  :
دولايتي شوراګانودکانديدانو دنوم  ليکنې دمودې له پاى ته رسيدو سره جوخت
دانتخاباتو دکميسيون مسوولينو دهرات ولايتي شورا د ددريمې دورې  دانتخاباتو 
لپاره  ديوسلو اتيا تنو دنوم ليکنې خبرورکوي.
دغه مسوولين وايي  يوسلو اته اويا تنه چې په شرايطو برابر او ددغه ولايت اوسيدونکي دى  دولايتي شورا دانتخاباتو په دريمه دوره کې نومونه ليکلي
دي چې درې ويشت تنه ښځې هم پکې شاملې دي .
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون يو مسوول باخترآژانس ته وويل :  چې دولايتي شوراګانو انتخابات  په ټول افغانستان کې دجمهوري رياست له انتخاباتوسره يوځاى ترسره کيږي .
په هرات کېدنورو ولايتونو په شان په سلو کې  شل څوکۍ ښځو ته ځانګړي شوي دي اوڅلور تنه ښځې به دهرات په ر اتلوونکي ولايتي شورا کې حضور ولري.
ولايتي شورا يو مشورتي مرکز دى چې استازي يې دخلکو له خوا ټاکل کيږي چې لږ تر لږه دشورا يوتن غړى دشورادغړو په انتخاب سره مشرانو جرګې ته معرفي کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته