اقتصاد

په جلال اباد ښار کې سلګونه غير راجستر سيمکارتونه راټول شول

جلال اباد باخت د وږي د میاشتې ۲۹ مه
د ننګرهار د والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د رياست په مشرۍ جوړ شوي کميسون په جلال اباد ښار کې سلګونه غير راجستر شوي سيم کارتونه راټول کړل.
د ننګرهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس عبدالرزاق ثاقب باختر اژانس ته وویل چې،د غير راجستر شويو سيمکارتونو پلورل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د شته مقررې له مخې غير قانوني کړنه ده.
هغه وویل هر هغه څوک چې غیر راجسترشوي سيمکارتونه پلوري د قانون له مقررې څخه سرغړونه کوي.
ويل کېږي چې زيات وخت انسان تښتوونکي،د دولت وسله وال مخالفين او په جنايي جرمونو کې لاس لرونکي خلک د همدغو غیرراجستر شويو سيمکارتونو څخه ګټه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې نه يوازې په جلااباد ښار کې د غیرراجستر شويو سيمکارتونو پلور او پېر په ازاد ډول سره کېږي،بلکې د هېواد په ډېری ولایتونو کې په عام بازار کې غیر راجستر شوي سيمکارتونه په ازاد ډول پلورل کېږي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته