سیاست

دجمهوري رياست لومړي مرستيال داصلاح او تغيير لپاره د ځوانو فعالانو دشبکې له غړو سره دهمکاريۍ ژمنه وکړه .

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني  داصلاح اوبدلون لپاره دځوانو فعالانو دشبکې له رييس اومشرتابه هيئت اوله لسګونو تنو غړو سره په کتنه کې يوځل بيا په افغانستان کې دانتخاباتو په شفاف بهير باندې ټينګار وکړ او يادونه يې وکړه چې انتخابات په هيواد کې ددموکراتيک او ولسواک نظام يو څرګندوى دى او زموږ دخلکو دکلکې او اوسپنيزې  ارادې منعکس کوونکي دى
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ، دجمهوري رياست  لومړي مرستيال چې نن له غرمې وروسته يې د مرمرينې ماڼې دکنفرانسونو په تالار کې داصلاح اوبدلون لپاره دځوانو فعالانو دشبکې  له رييس  او مشرتابه هيئت او له لسګونو تنو غړو سره وکتل  زياته کړه چې د افغانستان خلکو اوولس کاله مخکې دبن دکنفرانس  دموافقو په نسبت په خپل هيواد کې دولسواک نظام بنسټ کيښود  چې دهغه له مخې دهيواد راتلوونکي  په مورسي او خپل سرو نظامونو تکيه ونه لري اوموږ موظف يو چې هغه وساتو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې دافغانستان دهغه باور له مخې چې په خپل هيواد کې په انتخابي نظام  يې  درلود په تيرو ديارلسو کلونو کې انتخابات ترسره کړل او دراي ورکولو صندوقونو  ته په يون سره يې ديموکراسي تمثيل کړه اوپه دې لاره د قرباني په ورکولو سره يې دانتخاباتو ورځ په ملي جشن بدله کړه .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه چې زه له هر راز تقلب سره دهرچاپه ګټه  چې وي مخالف يم او هغه دديموکراسۍ او په نظام او راتلوونکي دخلکو داعتماد مرګ بولم .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز يادونه وکړ چې ټولې هلې ځلې بايد په برياليتوب  سره دانتخاباتو دبهير دترسره کولو په تګلوري کې وکارول شي ځکه  ددغه بهير ناکامي زموږ دخلکو  دناکامۍ مانا لري.
په دې غونډه کې داصلاح اوبدلون لپاره دځوانو فعالانو دشبکې څلورو تنو غړو  هم خبرې وکړې او دانتخاباتو  په بهير کې دشفافيت ، له ناپاکو څخه دپاکو رايو دجلا کولو ، دخلکو دانديښنو دپاى ته رسولو په باب چې د انتخاباتودبهير داوږدوالي  له امله رامنځته شوي دي اوپه ټولو برخو کې دمملکت داقتصادي حالت دپه ټپه دريدو سبب شوي دي خبرې وکړې او دجمهوري رياست له مرستيال  څخه يې  وغوښتل  چې دمملکت ددويم شخصيت په توګه دهيواد دخلکو دانديښنو په لري کولواوپه سم تګلوري کې دانتخاباتو دبهير په برابرولو کې همکاري وکړ ي .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال داصلاح اوبدلون لپاره دځوانو فعالانو دشبکې له غړو سره ژمنه وکړه، خپل مسووليت بولم چې پرې نه ږدم د انتخاباتو دبهير پاى په هيواد کې دبحران پيل وي چې په دې صورت کې به په تيرو ديارلسوکلونو کې زموږ برياليتوبونه په اوبو لاهو شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته