کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٣
يو ٢٨ کلن سړى تېره شپه په نيمروز ولايت کې ووژل شو.
د ملي امنيت يوه کارکوونکي چې د نوم له اخيستلوڅخه يې ډډه وکړه؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سړى په زرنج ښارکې د ناپيژاندوکسانوله خوا وژل شوى دى .
ده وويل: په دې اړوندڅوک نه دى نيول شوى او د قاتل د موندلو لپاره دامنيتي ځواکونو هلې ځلې پيل شوې دي.
ده وويل: ښايي د وژنې انګيزه کورنۍ دښمني وي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ