امنیت

په غزني کې ديو پولنډي افسر وژل کېدل

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٥ :
يو پولنډي افسر په غزني ولايت کې له وسله والو طالبانو سره دنښتې په بهيرکې ووژل شو.
دغه نښته تيره شپه دغزني ښار په پنځه کېلومتري واټن کې دسپنده په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دپولنډي ځواکونو دوسله والو طالبانو په يوپټنځاى بريد وکړ.
ويل کېږي په دې نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
دغزني دوالي مرستيال محمدعلي احمدي باختراژانس ته وويل : چې په دې نښته کې  يو پولنډي افسر  او دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ويل کېږي  چې دغه طالبان  ديوقومي مخور حاجي وکېل په کور کې پټ شوي
چې دپولنډي ځواکونوله خوا ورباندې بريدوشو.
له بله پلوه په افغانستان کې دپولنډي ځواکونو يو ويندوى هم له رسنيو سره په اړيکه کې په غزني کې ددغه هيواد ديو افسر وژل کېدل تائيد کړى دى.
دپولنډي ځواکونو ددغه ويندوى دڅرگندونوله مخې  دغه افسرتورن کرزسيتوف  وزنياک  نوميده .
له بله پلوه دسپندي دسيمي اوسيدونکې  وايي  چې په دې نښته کې  څوتنه نور پولنډي ځواکونه ټپيان شوي دي.
پرون هم دناټو يو بل پوځي  دافغانستان په جنوب کې دوسله والو طالبانو دبريدپه بهيرکې ووژل شو.
پولند په افغانستان کې څه دپاسه دوه زره پوځيان لري چې زياتره يې په غزني کې ځاى پرځاى دي .
دوړاندې شويو شميرنوله مخې په افغانستان کې دناټو دماموريت له پيل څخه تراوسه پورې  پنځه ديرش تنه پولنډي پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي او څه ناڅه سل تنه نوريې ټپيان شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته