امنیت

اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې  درې ويشتمه :
  اوولس تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له پوځيانو سره  په جګړه کې ووژل شول .
  دغه جګړه  نن سهار  د ډيورنډ کرښې په يوه صفري سيمه کې  له هغه وروسته  ونښته  چې يوې  ډلې يرغلګرو  دسرحدي ځواکونو دسپرلى په کاروان بريد وکړ.
  دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان  باختراژانس ته وويل:  په دې جګړه کې  دڅلورو تنو پاکستاني ډار اچوونکي په ګډون اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول . 
ده وويل : يرغلګرو  دسرحدي ځواکونو  دسپرلى په کاروان  ديرغل په وخت کې  دافغان ځواکونو په ډزو کې  ووژل شول .
په دې جګړه کې  افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته