امنیت

په زابل ولايت کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
په زابل ولايت کې  دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
  دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر ډګروال غلام جيلاني فراهي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دامنيتي ځواکونو له خوا د ناامنو ساحو دپاکولو په موخه دزابل ولايت دميزان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې دوسله والو طالبانو دپوځي کميسيون مسوول هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى . 
خبرځاى زياته کړه ددغو عملياتو په بهير کې  په دغې ولسوالۍ کې څو کلي  دوسله والو طالبانو له شتون  څخه پاک شول او عمليات په بشپړه  توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه دسيمو ترپاکولو پورې دوام کوي .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته