ورزش

افغانستان دقطر په وړاندې ماتې وخوړه

کابل باختر دوري دريمه :
دهېواددفوټبال  درې ويشت کلن ملي ټيم داسيا دملتونو جام ته دلارې موندنې په سياليو کې دقطر په وړاندې  ماتې وخوړه
  دباختراژانس دخبرله مخې ،افغانستان دغه لوبه له لوړو ښودنو سره سره ددوو په وړاندې په صفر سره دسيال ټيم په ګټه وبايلله .
افغانستان داسيا دجام ددرې ويشت کلنو مقدماتي سياليو په الف ګروپ کې دقطر ، عمان او نيپال له هېوادونو سره په يوه ډله کې دى او قطر ددغې ډلې کوربه دى
ټاکل شوې ده افغانستان  سبا په دويمه لوبه کې له عمان سره  مخامخ شي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته