امنیت

پر کابل هوايي ډګر څو توغندي توغول شوي دي

کابل / د وږي ۸ مه / باختر

نن سهار شاوخوا ۶ بجې د یوولسمې حوزې له لب جر سیمې له یوې کرولا څخه پر کابل هوايي ډګر څو توغندي توغول شوي دي.

په هوايي ډګر کې ځینې سرچینې وايي چې څو توغندي دافع سیستم شنډ کړي دي؛ خو د کره تلفاتو په اړه معلومات نشته.

په کابل کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې یو توغندی د شهیدانو او معلولینو پر وزارت هم لګېدلی؛ خو تلفات نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم یو توغندی خواجه بغرا کې د استوګنې پر کور لګېدلی چې له امله یې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او کور هم سوځېدلی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته