ورزش

د زيمبابوي د کرکټ ټيم دهانګ کانګ ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختردکب دمياشتې٢٠ نيټه :
دکرکټ نړيوال  جام ته  دلارې موندنې دسياليو په دوام څلور لوبې ترسره شوي.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ دزيمبابوي دکرکټ تيم پرون دهانګانک له ټيم سره سيالي وکړه او د  ٨٩ منډو په توپير سره بريالى شو خو دافغانستان دکرکټ ملي ټيم   دڅلورو ويکټو په توپير سره دنيپال پرټيم بريالى شو  چې په دې برياليتوب سره  شپږو غوره ټيمونو ته دلارې موندنې هيلې زياتې شوي دي .
په نورو لوبو کې ويست انديز  ايرلند ته د ٥٢ منډو په توپير سره  ماتې ورکړه
او راتلوونکي پړاو ته يې لاره وموندله .
خو په وروستۍ سيالۍ کې د هالند ټيم د ٥٧ منډو په توپير سره پاپيو ګينه ته ماتې ورکړه.
دانګلستان _ والس  د  ٢٠١٩ کال  دکرکټ  ٥٠ اوريزو نړيوالو سياليو ته  دلارې موندنې سيالۍ   دلسو هېوادونوپه ګډون په زيمبابوې کې دوام لري.
د دغو ڼيمونوله  جملې څخه به دوه ټيمونه  نړيوال جام ته لاره ومومي.پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته