امنیت

د نشه يي توکو یوولس قاچاق وړونکي په پنځو ولایتونو کې ونیول شول

کابل / د لیندی ۲۴ / باختر
له نشه يي توکوسره د مبارزې پولیسو په جلا جلا عملیاتوکې ١١ تنه په پنځو ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونیول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د باخترآژانس خبریال ته وویل: دغه کسان په کابل، سمنګانو، هلمند، پروان او بدخشان په ولایتونوکې له یوه اندازه چرس،هیرویین، ښيښه، تابلیت کا، یو کلاشینګوف او تومانچې سره نیول شوي دي.
د یوبل خبرله مخې، پولیسو درې تنه د سمنګانو په سانچارک او د بغلان په دوشي ولسوالیو کې د سرو زرو او د یو موټرد غلا کولو په اړه نیولي ډي.
له نیول شویو کسانوڅخه یوکلاشینکوف او یوه تومانچه ترلاسه شوي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته