روغتیا

د ناروغانو پوښتنه وشوه.

 کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٣
دعامې روغتيا  وزيرې ډاکترې ثريا دليل نن د رابعې بلخي او دستوماتولوژي په روغتونونو کې د بسترو ناروغانو پوښتنه  وکړه.
باختر آژانس دعامې روغتيا وزارت دمرکزي روغتونونو درييس ډاکتر سيد کبير اميري له خولې خبر راکړ :  دعامې روغتيا وزيرې د ناروغانو دپوښتنې ترڅنګ  له مسوولينوڅخه  وغوښتل چې په جديت سره د اختر په ورځو کې دناروغانو خدمت وکړى .
ډاکترې دليل دغه راز ددغې پوښتنې په بهير کې په روغتون کې په  بسترو ناروغانو نغدي سوغاتونه  وويشل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته