امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان په کونړ ولايت کې دافغان دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول

-کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
دکونړولايت د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه دافغان پوځي ځواکونو په عملياتو کې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دولس تنه نور ټپيان شول.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت دباختر آژانس خبريال ته وويل :دغه عمليات دافغان پوځي ځواکونو له خوا دکونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دولس تنه نور ټپيان شول.
دهمت دڅرګندونو له مخې : دوژل شويو کسانو مړي تراوسه پورې هم دجګړې په ډګر کې پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته