امنیت

دچار درې ولسوالۍ دامنيتي ځواکونولاس ته ورغله .

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ پراخې ساحې دامنيتي ځواکونو تر کنترول لاندې راغلې دي .

دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني باخترآژانس ته خبر ورکړ چې ددغه ولايت دچار درې ولسوالۍ پراخې ساحې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي او مخالفين دتيښتې په حال کې دي .
حسيني زياته کړه چې په دغې ولسوالۍ کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې لسګونو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى .
  ده زياته کړه چې دمخالفينو دځپلو په مقصد هوايي او ځمکني عمليات دوام لري او تراوسه پورې  دالچين پله دساحې په ګډون دکندز ښار دشمال سيمې دوسله والو طالپانو له شتون څخه پاکې شوې دي او دشيرخان بندر عمومي لاره له پنځلسو ورځو وروسته دترافيکو پرمخ پرانيستل شوې ده
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته