سیاست

د ملي امنیت سلاکار: زموږ دښمنان باید پوه شي چې دغه هېواد خپله صاحب او مالک لري او پردیو اجیرانو ته به اجازه ور نه کړي څو افغانستان خپلو بادارانو ته تسلیم کړي

-کابل باختر د وږي ٢٢مه
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ ته په سفر کې د یادې ولسوالۍ له قشرونوسره وکتل او هغوی ته یې د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو مبارکي وويله.
هغه وویل: نن راغلی یم چې له تاسو سره له نږدې وګورم او د ولسوالۍ ستونزې مو ستاسو له ژبې واورم. د غزني د ده یک او خواجه عمري ولسوالیو بېرته نیولو لاسته راوړنه خلکو پورې اړه لري چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ يې په ګډه هڅې وکړې.
نوموړي زیاته کړه، دښمن د روان کال په لومړیو کې د الفتح په نامه د ترهګریزو بریدونو اعلان وکړ او غوښتل یې غزني ولایت سقوط کړي؛ خو بر عکس څلور ولسوالۍ په بدخشان او دوه ولسوالۍ په غزني کې د دښمن له شتون څخه تصفیه شوې.
ډاکټر محب څرګنده کړه، زموږ دښمنان باید پوه شي چې دغه هېواد خپله صاحب او مالک لري او پردیو اجیرانو ته به هېڅکله اجازه ور نه کړي څو افغانستان خپلو بادارانو ته تسلیم کړي. هغه د خواجه عمري ولسوالۍ د ستونزو حل لپاره د یادې ولسوالۍ خلکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دغو مراسمو کې د غزني والي وحیدالله کلیمزي د خپلې  وینا پر مهال ډاډ ورکړ چې خلک د نظام او حکومت تر څنګ ولاړ دي، د انتخاباتو او باعزته سولې په شمول، د ټولو ملي پروسو ملاتړ کوي.
همدا شان د خواجه عمري ولسوالۍ د خلکو په استازیتوب، مولوي محمد اسماعیل، انجنیر ایاز، مدني فعالې نویده بیات او محمد خالد انصاري خبرې وکړې او له نظام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
ویناوالو وویل، هغه هڅې چې تر اوسه د سولې تامین لپاره روانې وې د خلکو په ګټه نه وې او موږ د داسې سولې غوښتونکي یوو چې د بلې جګړې پیل نه وي. هغوی ټینګار وکړ چې انتخابات باید په خپل ټاکلي وخت ترسره شي او موږ له انتخاباتو پرته د هر ډول حکومت مخالف یوو، ځکه په دې لار کې یو شمېر کسان خپلې شخصي ګټې په پام کې نیسي.
هغوی د غزني  ولایت په ځانګړې توګه د خواجه عمري ولسوالۍ د خلکو دستونزو حل، د پراختیايي پروژو عملي کولو، د دارالمعلمین او ښوونځیو د ودانیو جوړېدو، برېښنا رسونې، په ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو فعالېدو، د سلطان بند رغاونې، د خواجه عمري ولسوالۍ د سړک بیا جوړېدو چې د طالبانو ماینونو له امله ویجاړ شوی او د خواجه عمري ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ او ولسوالۍ د ودانیو جوړونې په تړاو خپل مشخص وړانديزونه وړاندې کړل.
په همدې حال کې، دعامې روغتیا وزیرډاکتر فېروز الدین فېروز، د کرنې اوبولګولواو مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني او له پېښو سره د مبارزې وزیر نجیب آغا فهیم خواجه عمري ولسوالۍ کې د ګټورو آسانتیاوو برابرولو لپاره د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته مالومات ورکړل. د کرنې وزیر خواجه عمري ولسوالۍ ته د ۲۰۰ کورنیو باغچو، ۵ سوداګریزو سړو خونو، د بڼوالۍ پروژو، کشمش خونو او د دې ولسوالۍ مېرمنو ته د چرګانو ۲۰۰  فارمونو ځانګړي کېدو ډاډ ورکړ.پاى-فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته