سیاست

دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن په کابل کې داستراليا جمهوريت له سفير پاول فولي سره وکتل او ددواړو هيوادونو ترمنځ يې دپارلماني اړيکو د ټينګښت او پارلماني هيئتونو د تبادلې په باب خبرې وکړې .

  دمشرانو جرګې  رييس فضل هادي مسلميار نن په کابل کې داستراليا  جمهوريت له سفير  پاول فولي  سره وکتل او ددواړو هيوادونو ترمنځ يې دپارلماني اړيکو د ټينګښت او پارلماني هيئتونو د تبادلې په باب خبرې وکړې .

دمشرانوجرګې مطپوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ

  په دې کتنه کې داستراليا سفير دمشرانو جرګې  داداري هئيت  دانتخاباتو  له امله  د هرکلي  په ترڅ کي وويل، ټاکل شوې ده   د ١٣٩١ کال په پسرلي  کې ددغه هيواد يو پارلماني هيئت  افغانستان ته سفر  وکړي  او دافغانستان دملي شورا ددواړو مجلسونو  له رييسانو او يو شمير  حکومتي مقاماتو سره به کاري کتني وکړي .

   دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار  له افغانستان سره داستراليا دپوځي اوملکي همکاريو له امله قدرداني وکړاوويل،دهيوادونو ترمنځ دپارلماني هيئتونو تګ راتګ داړيکو دلازيات ټينګښت سبب کيږي او دمشرانو جرګه هوډمنه ده چې داستراليا  پارلماني هئيت ته ښه هرکلي ووايي .

 دمشرانو جرګې  رييس وويل چې دافغانستان خلک دامنيتي مسووليت د ليږدونې دبهير ملاتړ کوي او هيله يې  څرګنده کړه چې دليږدونې دبهير په بشپړيدو سره  دهيواد امنيتي  حالت به په بشپړ ډول  ډاډمن شي او خپلو هيوادونو ته دبهرنيو ځواکونو دستنيدو زمينه برابره شي .

 داستراليا سفير ددغه هيواد  دمرستو په دوام باندې د ټينګار په ترڅ کې وويل، استراليا  ژمنه ده  چې دامنيتي  مسووليتونو دليږدونې دبهير له بشپړيدو وروسته دافغانستان د وسله والو ځواکونو دروزنې په برخه کې همکاري وکړي 

 په دې کتنه کې  دمشرانو جرګې  ددارالانشا لوى رييس محمد کاظم ملوان هم حاضر و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته