امنیت

يوطالب ووژل شو او څلور تنه نور ونيول شول

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
په بدخشان ولايت کې پرون د طالبانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې يو طالب ووژل شو او څلور تنه نور طالبان ونيول شول .
دبدخشان د والي ويندوى احمد نويد فروتن باخترآژانس ته وويل: دغه جګړه د بهارک او د شهدا د ولسواليو د وخشيره او ملنګ آبا په کليوکې هغه وخت ونښته چې يو مسافر وړونکى  فلانکوچ موټر د شهيد له ولسوالۍ څخه د بهارک ولسوالۍ ته روان وو او طالبانو ګومان وکړ چې په دغه موټرکې ملي پوليس ليږدول کيږي؛ پرفلانکوچ موټر يې ډزې وکړې چې له امله يې په موټرکې سپور يو ملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.
  خبرځاى زياته کړه: له هغه وروسته د طالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوه چې له امله يې يو طالب ووژل شو او څلورتنه نور له يوتوغندي ويشتونکي او څلورو کلاشينکوفونو سره ونيول شول .
ويل کيږي په دې پيښه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته