خبرونهامنیتTOP

جمهورريیس د لومړۍ کرښې منسوبینو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله

کابل/ د غويي ۲۳مه/ باختر
جمهورريیس محمداشرف غني نن سهار په ارګ کې د نېکمرغه کوچني اختر لمانځه له ادا کولو وروسته، د لومړۍ کرښې امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جلا ټلیفوني تماسونو کې د هغوی د وضعیت د پوښتلو ترڅنګ دوی، د هغوی کورنیو او همسنګرانو ته د اختر مبارکي پرمهال وویل، دا چې له خپلو کورنیو لیرې د هیواد د دفاع په سنګرونو کې په خدمت بوخت یاست، مننه درڅخه کوم.
د وسله وال پوځ سرتېرو، بریدملانو او افسرانو جمهورريیس او ټول افغان ملت ته د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ پرمهال وویل، د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي د هیواد او جمهوریت دفاع کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته