امنیت

دوه ديرش تنه وسله وال ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌طالبان په نيمروزکې ووژل شول

کابل باختر د ليندى څلورمه :
اووه ويشت تنه وسله وال طالبان د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې ووژل شول.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ وياند ولي احمد صريح باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان پرون د خاشرود ولسوالۍ د مرغدارى، رضي بلوچي او شيشابه په کليوکې د پوځيانو په هوايي عملياتوکې ووژل شول.
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې يوشمېر طالبان ټپيان شول او د اتو تنو مړي د جګړې په ډګرکې پاتې دي .
صريح زياته کړه چې په همدې سيمه کې د بل هوايي عملياتو له امله پنځه تنه نور وسله وال طالبان چې د پلټنې پوستې يې جوړې کړې وې، هم ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې دغه کسان په نيمروز ولايت کې د طالبانو د ډلې په يوه کليدي قوماندان عبدالله براهوي پورې اړوند وو.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته