امنیت

په ننګرهار کې د هوايي بريد له امله طالبانو او داعشيانو ته دسردروند زيان

 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣١ :
په ننګرهار ولايت کې په نويو هوايي بريدونو کې دطالبانو او داعش  دډلو په لسګونو تنه جګړه ماران ووژل شول.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل  : په يو بريد کې چې نن سهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعشيانو په يو پټنځي  وشو  يوولس تنه داعشيان ووژل شول
ا ويوشمير  نوريې ټپيان شول .
درارسيدلو خبرونو له  مخې: دغه داعشيان په تروريستي فعاليتونو بوخت و چې دناټو دبې پيلوټه الوتکو له خوا پرې بريدوشو.
په يوبل خبر کې   ويل شوي دي چې په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونو دافغانستان  دهوايي ځواکونو  دبريد له امله ددغې ډلې په لسګونو غړي  ووژل شول.
دغه  داعشيان په موټرسايکلونو سپاره وو چې پرې بريد وشو.
ديوبل خبرله مخې :   اووه تنه وسله وال طالبان په  روداتو ولسوالۍ کې  د هوايي بريد له امله ووژل شول .
په يوبل خبر مې ويل شوي دي  چې درې تنه داعشيان په خوږياڼيو ولسوالۍ کې دهوايي بريد له امله ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې  چې پوځيان دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې ديو لړ چاودنو په مخنيوي بريالي شوي دي.                                 درارسيدلو خبرونو له مخې : دطالبانو  او داعشيانو په ډلې پورې 
تړلو تروريستانو ددغه ولايت په څو لويو لارو  ماينونه ښخ کړي و  چې دغه ماينونه دخلکو په همکارۍ دپوځيانو دتخنيکي   ټيمونو په واسطه  کشف اوشنډ کړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته